یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني نن په کابل کې د یونسکو له فرهنګي مسوول سره وکتل

ولسمشر غني نن په کابل کې د یونسکو له فرهنګي مسوول سره وکتل

ولسمشر غني نن په کابل کې د یونسکو له فرهنګي مسوول سره کتلي دي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) له فرهنګي مسوول فلیپ دیلانګې سره لیدنه کې د مس عینک د تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه خبرې اترې کړې دي. د سرچینې په خبره، ولسمشر په یاده لیدنه کې ویلي چې حکومت د تاریخي ابداتو د ساتنې مسوولیت لري، یونسکو او اړونده ادارې دې د لرغونو اثارو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره خپلې تجربې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: