دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: پاکستان ويل د تورخم دروازه تړم، ما پرې ۲۴ ساعته خلاصه کړه

ولسمشر غني: پاکستان ويل د تورخم دروازه تړم، ما پرې ۲۴ ساعته خلاصه کړه

ولسمشر غني د ننګرهار په جلال اباد ښار کې غونډې ته وويل، چې پاکستان ويل چې تورخم دروازه تړم، ما پرې ۲۴ ساعته خلاصه کړه.

ولسمشر غني چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټيم مشر دی، نن ورته د ننګرهار په جلال اباد کې يوه ستره غونډه جوړه شوې، چې ولسونو ترې خپل ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي په دغه غونډه کې د ننګرهار خلکو ته وويل، چې د پروژو په اړه د ننګرهار ګيلې پر ځای دي. هغه وويل چې ما نورو سيمو ته د ملي ليد له مخې زياته توجه وکړه، خو نوره که ژرنده د پلار هم ده، په وار ده. هغه وايي چې اوس د مشرقي نوبت رارسېدلی دی.

ولسمشر غني زياته کړه، چې پاکستان ويل چې د تورخم دروازه تړم، خو ما پرې ۲۴ ساعته خلاصه کړه. هغه وايي زموږ په کلي کې يو متل دی، چې خر په ونه خېژومه، همدا راز مخکې وايي چې په سياست يې رانه نه شي ګټلی.

دولت ساز کمپاين

ښاغلي غني د ننګرهار خلکو ته وويل، چې تاسې ته مې سلام دی چې د داعش غوندې خطر مو مات کړ. هغه وايي مشرقي تل لوی افغانستان په غېږ کې نيولی دی، خلکو يې په ټول هېواد کې پانګونه کړې ده، ځکه چې ملي ليد لري.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې ننګرهار نن د جمهوريت، ارګ او خپلواکۍ کيلي راکړه. نوموړي وويل چې ننګرهار ته د دې لپاره نه دی راغلی چې ټاکنو ته کمپاين وکړي، بلکې دلته د فاتحې لپاره راغلی دی.

هغه زياته کړه چې د ۴۴ ننګرهاري ځوانانو د شهادت سره سم يې د صفر دوه قطعې عمليات بند کړل.

هغه همدا راز موقت حکومت غوښتنو په تړاو وويل، چا چې هم د موقت حکومت خوبونه ليدل، په کونړ سيند کې دې ځانونه لاهو کړي. هغه وايي چې زه د فېشن نه، د کار سړی يم، کورتۍ او واسکټونه مې نه بدلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: