یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ولسي جرګه وایي ننګرهار کې د موربم د اغېزو څېړلو لپاره دې هیئت تعیین شي

ولسي جرګه وایي ننګرهار کې د موربم د اغېزو څېړلو لپاره دې هیئت تعیین شي

ولسي جرګه وایي ننګرهار کې د موربم د اغېزو څېړلو لپاره دې هیئت تعیین شي. د ننګرهار په اچین کې د مور بم د استعمال او له امله یې خلکو ته د رامنځ ته شویو ناروغیو په تړاو تر راپورونو وروسته ولسي جرګه ددې بم د ناوړه اغېزو په تړاو د څېړنو غوښتنه کوي. د ولسي جرګې غړي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د مور بم ناوړه اغېزو په باب جدي اندېښنه ښيي او وايي چې د ولسي جرګې یو پلاوی باید له سیمې لېدنه وکړي او د امریکا سفارت د زیانمنو د درملنې برخه کې اقدام وکړي. څه موده وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکي په ننګرهار کې د امریکا د تر ټولو خطرناک غیر اتومي بم تر استعمال وروسته په سیمه کې کروندې وېجاړې شوې، ځمکې شاړې دي او خلکو ته ناروغۍ پیدا شوې دي. د سیمې خلکو ویلي وو چې حکومت دې ددوی پوښتنه وکړي ځکه ژوند یې له کړاوونو سره مخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: