شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ولمسمشر ټرمپ وايي له حسن روحاني سره ليدنې ته چمتو دی او هیڅ ستونزه نه لري

ولمسمشر ټرمپ وايي له حسن روحاني سره ليدنې ته چمتو دی او هیڅ ستونزه نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدنې ته چمتو دی او له نوموړي سره مخامخ لیدنه کې هیڅ ستونزه نه لري. ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې که د ایران ولسمشر حسن روحاني وغواړي له ده سره وویني، دی چمتو دی ورسره مخامخ لیده کاته وکړي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې روحاني وړاندې تر دې ویلي وو چې امریکا سره تر هغه وخته پورې خبرې نه کوي څو چې یاد هېواد پر ایران ټول سوداګریز بندیزونه نه وي لرې کړي. د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم ډونالډ ټرمپ ویلي وو، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسائلو حل یې مخامخ خبرې بللې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: