دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / راپورونه / ویسا ورځپاڼه: سوله د افغان ولس برمته شوی ارمان دی

ویسا ورځپاڼه: سوله د افغان ولس برمته شوی ارمان دی

په چین کې بین الافغاني د سولې خبرې چې ټاکل شوې وه راتلونکې دوشنبه پیل شي د مسکو د غونډې د ګډونوالو په غوښتنه تر نامعلومې مودې پورې وځنډېدلې، دا چې ولې تر اوسه پورې روښانه نه ده.
په هر صورت هر هغه افغان چې هېواد خپل کور بولي، هېواد د معاملې مطاع او د پلور وړ نه بولي، له جنګي اقتصاد سره تړاو نه لري، د نړۍ د نورو ولسونو په څېر د مهذب او ابرومن ژوندانه ارمان ورسره دی سوله یې په هېواد کې تر ټولو ستر ارمان دی. او د دغسې افغانانو کچه تر ۹۵ سلنه زیاته ده. معنا دا چې د هېواد په سلو کې ۹۵ تنه د روانو بدمرغو جګړو او وژنو پر خلاف او د تلپاتې سولې ارمانجن دي. خو همدغه پینځه سلنه شریر جګړه مار، د هېواد پر ارزښتونو او ملي حاکمیت معامله ګر زموږ د ولس پر برخلیک مسلط دي.
پوښتنه دا ده چې ولې زموږ پر پینځه نوي سلنه خلکو د پینځه سلنه معامله ګرو او جګړه مارو اراده حاکمه ده، ولې د سولې هر حرکت یا پروژه یي بڼه لري چې د همدغه پینځه سلنه معامله ګرو په لاس کې وي او یا ښه پیل شي، خو په نیمه لاره کې په بله واوړي؟
د دې پوښتنو لنډ ځواب دا دی چې زموږ پر ولس تپلې جګړه د نړۍ او سیمې د استخباراتو جګړه ده، دا د هغوی د ګټو جګړه ده چې زموږ همدغه پینځه سلنه معامله ګر پکې د ګومارل شویو اجیرانو رول لري. په جګړه او سوله کې د دوی رول یوازې همدومره دی چې له اجنډا سره سم ګام واخلي، دوی نه د جګړې په دوام کې رول لري او نه د سولې په را وستلو کې. په بله معنا دوی د دې بدمرغې لوبې شریکان نه دي بلکې یوازې اجیر کرکټر لري.
واقعیت دا دی چې که د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې له سره پیل شي، که بین الافغاني خبرې هم پیل شي تر څو افغان ولس په دې جګړه او سوله کې، یا په بله وینا د خپل برخلیک په باب د خپل واک او خپلې ارادې خاوند نشی، د خبرو دغه بهیر به هم یوه پوچه ډرامه ثابت شي، افغان ولس به نور هم نهیلی شي. د هېواد د برخلیک له حاکمیت نه مو موخه د غني شعاري خبره نه ده چې دوی د سولې لپاره دا شرط ږدي چې د افغان حکومت په مالکیت باید ترسره شي.
د هېواد برخلیک یوازې سوله نه ده، دغه تېر انتخابات هم وو چې یارانو پخپل لاس او خپلو کړو وړو د هغه واک پردیو ته سپارلی دی.
په دغه اوسني تیت او پرک حالت کې نه حکومت د افغان ولس د ارادې تمثیل کړای شي نه طالبان، نه نور سیاسي لوري او ډلې.
تر څو داسې یو محور جوړ نشي چې په ریښتینې معنا هېوادشموله ملاتړ ولري، د تېرو ۴۰ کلونو فاسدې او په پردیو پورې تړلې څېرې پکې لږ او د ولس ریښتینې غمخواره پکې زیات وي. ګرانه ده چې افغانان دې د خپل برخلیک واک او مالکیت ترلاسه کړای شي. دا مو د څو زره کلن لرغونتیا لپاره ستر شرم دی چې برخلیک مو د یوه یا څو لیونیانو په یوه هو او یا نه پورې غوټه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: