دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ټاکنو.کمېسون:د طالبانو بریدونو او ګواښونو خلک ډار کړي دي

ټاکنو.کمېسون:د طالبانو بریدونو او ګواښونو خلک ډار کړي دي

ټاکنو کمېسیون اندېښنه لري چې د ځینو ولایتونو ولسوالیو کې خلک چمتو نه دي چې دوی سره په لنډمهاله توګه د رایې اچونې په ورځ کار وکړي. ټاکنو کمېسیون وایي، د رایې اچونې په ورځ د طالبانو د بریدونو ګواښونو ځینې خلک ډار کړي، چې نه غواړي دوی سره کار وکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست وایې چې د کندهار٬ هلمند او پکتیکا ځینو ولسوالیو کې خلک له ټاکنو کمیسیون سره کار کولو ته دټاکنو په ورځ حاضر نه دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۵۳۷۳ مرکزونو لپاره چمتوالی نیولی و٬ خو امنیتي ارګانونو یوازې د ۴۹۴۲ مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی او ممکن د ټاکنو په ورځ له دې شمېرې هم ځینې مرکزونه بند پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: