دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ:طالبانو سره مې خبرې ځکه لغوه کړې چې اوربند نه کاوه

ټرمپ:طالبانو سره مې خبرې ځکه لغوه کړې چې اوربند نه کاوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، یوې باورې سرچینې ورته ویلي چې طالبان وایي غټه غلطي ترې شوې. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا د صدراعظم سکاټ موریسن سره د لیدنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو سره لیدو ته یې بشپړ چمتوالی درلود، خو زیاتوي، کله چې پوه شو هغوی اوربند نه کوي، نو د دوی زحمتونه بېځایه دي. ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په طالبانو دومره سخت ګوازرونه شوي چې د جګړې په دې تېرو ۱۹ کلونو کې ساری نلري. د امریکا کانګرس کې هم یو شمیر استازي په دې اند دي چې د سولې خبرې دې بیا پیل شي. د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایلیوت انگل وایي د ١٨ کلنې جگړې وروسته واقعیت دادی چې طالبان لاهم شته او اړتیا ده چې ددې حقیقت سره سروکار ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: