دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ:پر ایران د برید په وخت کې به له ځمکنیو ځواکونو څخه ګټه وانخلي

ټرمپ:پر ایران د برید په وخت کې به له ځمکنیو ځواکونو څخه ګټه وانخلي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې پر ایران د برید په وخت کې به له ځمکنیو ځواکونو څخه ګټه وانخلي. ټرمپ په عین وخت کې ټینګار کړی چې له دغه هېواد سره د جګړې غوښتونکی نه دی. نوموړي ویلي، چې له ایران سره جګړه به کومه لویه ستونزه نه وي، خو نه غواړي چې جګړه دې وشي. ده ویلي، که خبره جګړې ته ورسیږي، هیواد یي له یوه ډير پياوړي موقف څخه برخمن دی نو په دې توګه چې جګړه به دومره اوږده نه شي او ځمکنیو ځواکونو ته به اړتیا رامنځ ته نه شي. ټرمپ له قید او شرط څخه پرته له ایران سره د خبرو اترو غوښتونکی ده، خو ایراني چارواکو له امریکا سره هر ډول خبرې اترې اټومي هوکړې ته د امریکا د بیرته ستنېدنې او پر ایران د بندیزونو په لرې کولو پورې مشروطه کړې ده. خو د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي، چې تر هغه وخته پورې چې امریکا پر ایران ټول لګول شوي بندیزونه لغوه نه کړي، شرایط به تغير ونه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: