یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ټرمپ افغانستان ته خپل سفر بریالی بللی

ټرمپ افغانستان ته خپل سفر بریالی بللی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په ټینګار سره وویل چې افغانستان ته زما سفر ډېر بریالی وو.
نوموړي‌ وویل چې د باګرام په هوايي‌اډه کې مي ځیني ملاقاتونه لرل چې ډېر بریالي وو.
ښاغلي‌ ټرمپ له ولسمشر غني سره خپله لیدنه هم بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه :‌

ښاغلی ټرمپ تېره اونۍ په یوه ناببره سفر افغانستان ته راغلو او دلته یې د باګرام په هوايي ډګر کې د امریکا يي پوځ له سرتېرو سره د کرسمس د شکرانې مراسم تر سره کړل .‌

نوموړي‌په دغه سفر کې دافغانستان له ولسمشر سره ځانګړې ناسته لرله او هم مهاله یې ددغه هیواد ددفاع وزیر اسدالله خالد هم وکتلو .

ټرمپ په داسي‌ حال کې افغانستان ته د خپل سفر په تړاو په سپینه ماڼۍ کې دا خبري وکړې چې د ناټو غنډي ته لندن ته خوځېدلو .

د ناټو درې ورځنۍ غونډه چې د ډیسمبر پر ۲ پیل شوه دریم او څلورم ډیسمبر به دوام و مومي‌.

دا غونډه د واټفورډ په ګرو هوټل کې نیول شوې ده .

اټکل دی چې ولسمشر ټرمپ به د ناټو په ننۍ غونډه کې پر افغانستان هم بحث وکړي .

ناټو په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې اوس یې ماموریت یوه امریکا يي قوماندان سکاټ مېلر ته ورترغاړه دی .

ددغو عسکرو لویه برخه د امریکا د متحده ایالاتو پوځیان دي چې هلته له افغان امنیتي ځواکونو سره ګډ کار کوي‌.

ښايي د ناټو د لندن په غونډه کې ښاغلی ټرمپ د امریکا يي ځواکونو په تړاو مهم اعلان هم وکړي ‌او د ناټو غړي هیوادونه وهڅوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته اوږه ورکړي .

سرچینه: خبریال ویب پاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: