دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران لخوا دیوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ویشتل کیدو په غبرګون کې ویلي چې ایران لویه تیروتنه کړې ده. امریکا وايي دغه بې پیلوټه الوتکه په نړیواله فضا کې ویشتل شوې ده. امریکايي چارواکو ویلي، چې د ویشتل شوې الوتکې ټوټې په نړیوالو اوبو کې موندل شوي او له دې څخه ښکاري چې الوتکه د ایران هوايي حریم ته نه وه داخله شوې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي امریکا له دې چې وايي بې پیلوټه الوتکه یې په نړیوالو اوبو کې ویشتل شوې، درواغ وايي. ظریف زیاته کړې تهران به دا موضوع د ملګرو ملتونو سره شریکه کړي. په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول ځواک کارول به د سیمې لپاره ناورین وي. د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی په داسې حال کې مخ په زیاتیدو دی چې ایراني ځواکونو د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: