شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / ټرمپ ایران ته خبرداری ورګړی چې احتیاط دې وکړي

ټرمپ ایران ته خبرداری ورګړی چې احتیاط دې وکړي

د ایران لخوا د ټاکل شوي حد نه د سېوا یورینیم غني کولو د اعلان وروسته د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او اورپايي هیوادونو د ایران په دغه ګام سختې نیوکې کړي او امریکايي صدر ایران ته ګواښ کړی چې ښه به وي ایران د احتیاط نه کار واخلي.

صدر دانلډ ټرمپ دغه خبردارې د امریکا د خارجه چارو وزیر ماېک پمپیو لخوا د هغه ټويټ وروسته راغلی چې پکې نوموړي لیکلي وو د ایران دغه ګام به دغه هیواد نور هم په نړۍ کې یواځې او د نورو بندیزونو سره مخ کړي.

ماېک پمپیو زیاته کړې چې ایراني حکومت ته د نیوکلیايي وسلو په لاس ورتلل به ګرده نړۍ د لوې خطر سره مخ کړي.

د ایران لخوا د یورینیم غني کولو د اعلان وروسته اروپايي هیوادونو هم د ایران په دغه ګام سختې نیوکې کړي او په ایران يې غږ کړی چې دغه کار دې ودروي.

برتانيې ایران ته ویلي چې سمدستي دې دغه کار ودروي او کوم ګامونه چې د اېټمي تړون په سر شوو لوظنامې پرضد دي هغه دې بیرته واخلي.

فرانس ویلي چې د ایران لخوا د یورینیم غني کولو دغه ګام د نړیوالې لوظنامې سرغړونه ده. جرمني بیا په ایران غږ کړی چې څلور کاله وړاندې شوې لوظنامې خلاف دې ا خستل شوي ګامونه بیرته واخلي او پرځاې دې ودروي.

د ایران سره د ایټمي پروګرام په سر د نړۍ شپږو طاقتونو او ایران ترمنځه شوې لوظنامې په سر د ایران نه یو شمیر اقتصادي بندیزونه لرې کړی شوي وو.

اروپايي ټولنې ویلي چې تیر کال د دغه لوظنامې نه د امریکا د وتلو وروسته پاتې نور هیوادونه په یوه بیړنۍ غونډه فکر کوي.

د ایران د دغه اعلان وروسته د ایران د ډیر وخت راهسې مخالفه اسرایلي وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو په خپل غبرګون کې ویلي د ایران د یورینیم غني کولو یواځینی مقصد ایټم بم جوړول دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیرکال د ایران سره په کال ۲۰۱۵م کې شوې لوظنامې نه د وتلو اعلان کړی وو او په ایران یې د نورو بندیزونو لګولو اعلان کړی وو. صدر ډانلډ ټرمپ تور لګولی وو چې ایران د دغې لوظنامې په بدل کې ترلاسه کړي اقتصادي ګټې په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ راوستو لپاره کاروي. د امریکا د دغه لوظنامې نه د وتلو باوجود اروپايي هیوادونو، روس او چین د دغه لوظنامې پرځاې ساتلو هڅې کړې دي.

د ایران لخوا د سېوا یورینیم غني کولو دهړکه:

د اتوار یا یکشنبې په ورځ ایران خبرداری ورکړی وو چې دوي به په څو ګینټو کې دننه د کال ۲۰۱۵ نیوکلیاي تړون لاندې ایښودل شوې حد نه سېوا یورینیم غني کول شروع کوي.

په یو خبري کانفرنس کې اعلا ایراني چارواکو ویلي تهران به په هر دوه میاشتو کې د نړۍ سره په نیوکلیاي تړون کې کړې وعدې راکموي ترڅو چې د معاهدې لاس لیک کوونکو ملکونو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د لګول شوو بندیزونو نه ایران بچ کړی نه وي.

د ایران ایټمي تواناۍ ادارې ویاند بهروز کمال وندي پایه تخت تهران کې یو خبري کانفرنس ته ویلي دوي په هره کچه د هر مقدار پورې د یورینیم غني کولو لپاره پوره تیار دي.

نوموړي ویلي په څو ګهنټو کې به تیکنیکي عمل سر ته ورسي او د ۳.۶۷ فیصد حد نه وراخوا د یورینیم غني کول به شروع کړي. دغه حد د کال ۲۰۱۵ په نیوکلیاي معاهده کې ایښودل شوی وو.

خو ایران ویلي دوې په دغه معامله کې د لچک ښودلو لپاره تیار دي.

د ایران خارجه وزیرجواد ظریف نن په ټویټر باندې په یو پېغام کې ویلي تهران د وروستيو پورته کړو ګامونو نه پشا کیدی شي او د نیوکلیاي تړون کړو وعدو ته بېرته تلی شي که چرې د ایران نیوکلیاي تړون لاس لیک کوونکي یورپي ملکونه خپلې وعدې سرته ورسوي.

د ایران صدر حسن روحاني تېره هفته ویلي وو چې ملک به یې په بره کچه د یورینیم غني کول شروع کوي ترڅو چې د نړیوال طاقتونو سره شوي د کال ۲۰۱۵ نیوکلیاي تړون لاندې په ایران باندې لګیدلو اقتصادي بندیزونو کې اسانتیاوې نه وي ورکړی شوي.

د غربي نړۍ او اروپا اندېښنې:

د تهران په دغه ګام باندې د غربي نړۍ یو شمېر ملکونو مشرانو فکرمندۍ ښودلي. د فرانس صدر اېمینول میکران د ایران د فیصلې غندنه کړې او دا یې د هغه تړون خلاف ورزي بللې د کوم نه چې امریکا تېرکال وتلې وه.

د اسراییل وزیراعظم بینجمن نیتهن یاهو ویلي د ایران وروستي پورته کړي ګامونه ډېر خطرناک دي او په یورپ یې یو ځل بیا غږ کړی چې د ایران خلاف سخت بندیزونه ولګوي.

د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامناي یو اعلا صلاح کار د خالي په ورځ ویلي دوي د ایران حکومت د فیصلې په شا کلک ولاړ دي.

واشنګټن ته د ایران چیلنج دا وخت د یورپي سفارتکارۍ لپاره یو لوي ازمیښت دی. تېرکال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د ایران سره شوي نیوکلیاي تړون نه د وتو مخالفت کوونکو یورپي ملکونو ایران ته خواستونه کړي چې په نیوکلیاي معاهده کې پاتې شي.

تهران په دې ډېر زیات مایوسه دی چې برطانیه، چین، فرانس، جرمني او روس

د معاهدې په بچ کولو کې ناکامه شوي چې د امریکې د بندیزونو نه د ایران اقتصادي ګټې بچ کړي. د ایران اعلا نیوکلیاي صلاح کار عباس ارکچې په تهران کې خبري کانفرنس ته ویلي یورپي ملکونه په خپلو وعدو پوره کولو کې ناکامه شوي او دا چې دوي ددې لپاره ذمه وار دي.

نوموړ ي ویلي د سفارتکارۍ لپاره د ایران دروازې خلاصې دي خو زیاته کړې د څه چې ضرورت دی هغه نوي ګامونه پورته کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: