پنجشنبه , اګست 13 2020
کور / خبرونه / ټرمپ: د خپلو سرتېرو تر ایستلو وروسته به په افغانستان کې قوي استخباراتي ډله پرېږدو

ټرمپ: د خپلو سرتېرو تر ایستلو وروسته به په افغانستان کې قوي استخباراتي ډله پرېږدو

ټرمپ وایي د خپلو سرتېرو تر ایستلو وروسته به په افغانستان کې قوي استخباراتي ډله پرېږدي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی به اجازه ور نه کړي چې سیمه او افغانستان د ترهګرو پر لابراتوار او تولیدځای بدل شي. ټرمپ ویلي د سرتېرو تر ایستلو وروسته به په افغانستان کې خورا پیاوړې استخباراتي ډله پرېږدي او دغه ډله به هر څه له نږدې څاري. دده په وینا یاده استخباراتي ډله به د تر هغه ډېره پیاوړې وي چې خلک یې اټکل کوي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی په قطر کې د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي. طالبان ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي او په دې برخه کې دې یو مهالوېش رامنځ ته شي. خو امریکایان بیا وايي یوازې د سرتېرو پر ایستلو نه بلکې پر ګڼو مواردو هوکړې ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: