پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / ټرمپ له نتن یاهو سره ټلیفوني خبرې کړې

ټرمپ له نتن یاهو سره ټلیفوني خبرې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو سره د ایران پر سیمه ییز سیاست ټلیفوني خبرې کړې دي. سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا او اسراییل مشرانو په سیمه کې د ایران د تاواني چارو د مخنیوي لپاره د هڅو په ګډون پر خپلو ګډو امنیتي ګټو هم غږېدلي. دا خبرې له هغه وروسته دي چې ټرمپ په یوه ټویټ کې وویل ایران له اټومي تړون په سرغړاوي له اوږدمهال راهیسې پټ یورانیم غني کوي. نوموړي په نږدې راتلونکي کې پر ایران د پام وړ بندیزونو زیاتولو خبره هم کړې. نتن یاهو هم د یوه ټویټ په خپرولو سره منلې چې د سیمې او امنیت پر مسلو له ډونالډ ټرمپ سره غږېدلی دی. پر ایران د بندیزونو زیاتولو لپاره د ټرمپ دا خبرداری له هغه وروسته دی چې تهران وویل، تر څلور نیم سلنې یورانیم غني کوي. د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون له مخې تهران تر ۳،۶۷ سلنې یورانیم بډایولی شي. له دې مخکې هم د ایران د بډایه شویو یورانیمو زېرمې له ۳۰۰ کیلوګرامو پورته شوې وې، چې د اجازې تر کچې پورته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: