پنجشنبه , جولای 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ وايي ژر به په ايران نور بنديزونه ولګوو.

ټرمپ وايي ژر به په ايران نور بنديزونه ولګوو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته یوځلې بیا خبرداری ورکړی دی چې ډېر ژر به پرې اقتصادي بندیزونه نور زیات کړي.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې ایران ته بیا خبرداری ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو د اتومي وسلو د څار ادارې د ایران د یورنیمو د غني کولو د خبرداریو وروسته یوه بیړنۍ غونډه وکړه.

د ملګرو ملتونو د اتومي وسلو د څار ادارې په دغه غونډه کې د ایران لخوا د اتومي وسلو د موافقې نه د سرغړونې وارزولی.

ولسمشر ټرمپ په ایران تور ولګوه چې د ډیرې مودې راهیسې یې د یورانیمو په غني کولو لاس پورې کړی دی خو د خپلې ادعا په اړه یې کوم شواهد ورنکړل.

ایران په ویانا کې د ملگرو ملتونو د ٣٥ هیوادونو په یوې غونډې کې ویلي و چې هغوي هیڅ نه پټوي.

د ملګرو ملتونو ادارې د ٢٠١٥ کال راپدیخوا د ایران لخوا د یورانیمو د غني کولو شواهد نه دي موندلي.

ایران پرله پسې وایي چې د اتومي موافقې نه یې سرغړونه نه ده کړې خو اوس چې د هغوي غوښتنې نه دي منل شوي نو اوس به یورانیم غني کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: