پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ په ایران د برید نه کولو جزییات خپاره کړي

ټرمپ په ایران د برید نه کولو جزییات خپاره کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران باندې د برید څخه د ډډې کولو په اړه د خپلې پرېکړې جزییات خپاره کړي. ټرمپ په خپل ټویټر لیکلي چې امریکایي پوځیانو د ایران د سپاه پاسدران له لوري د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په ځواب کې دننه په ایران کې درې هدفونه په نښه کړي وو. ټرمپ ویلي، کله یې چې پوښتنه کړې چې په ایران باندې د برید له امله څو تنه وژل کیږي، یوه جنرال ځواب ورکړی، چې ۱۵۰ تنه. نو لس دقیقې وروسته له خپلې پرېکړې په شا شوی دی. ټرمپ ویلي، دا ډول یو برید د یوې بې پیلوټه الوتکې د پرزولو سره مناسب نه وو. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي ایران هېڅکله نشي کولای اټومي وسلې ولري، نه د امریکا او نه هم د نړۍ پر ضد. دغه څرگندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې رویترز آژانس د ایران د یو شمیر دولتي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې ټرمپ ایران ته یو تازه پیغام استولی او په کې یې ویلي، سره له دې چې جگړې ته تیار دی، خو بیا هم ښه گڼي چې د ایراني چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي. د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ وړمه ورځ د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د په نښه کیدو وروسته زیات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: