شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ په یو نوي اقدام کې د ملي امنیت سلاکار جان بولتڼ له دندې ګوښه کړ

ټرمپ په یو نوي اقدام کې د ملي امنیت سلاکار جان بولتڼ له دندې ګوښه کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په یو نوي اقدام کې د ملي امنیت سلاکار جان بولتڼ له دندې ګوښه کړی دی.
داسې ویل کېږي چې د نوموړي د ګوښه کولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې له طالبانو سره د خبرو پر سر د ولسمشر ټرمپ په اداره کې اختلافات رامنځته شول چې نوموړي دخبرو مخالفت کاوه.
ټرمپ په خپل ټویتر لیکلي، د ډېرو په باور جان بولټن له طالبانو سره د خبرو مخالف و.”تېره شپه مې جان بولټن ته حال ورکړ چې نور په سپنه ماڼۍ کې د ده خدماتو ته اړتیا نشته.
زه د ده له ډېرو مشورو سره راضي نه وم، خو په اداره کې نور خلک هم ورسره سلا نه وو. ځکه مې ورنه د استعفا غوښتنه وکړه چې نن سهار را ورسېده.
زه یې د خدمتونو له کبله مننه کوم، او راتلونکې اوونۍ به خپل د ملي امنیت نوی سلاکار اعلان کړم “.د سپینۍ ماڼۍ د رسنیو سکرترې سټېفني ګریشم هم سه شنبه خبریالانو ته وویل، ولسمشر ټرمپ د جان بولټن له ډېرو پالیسو سره جوړ نه و ځکه ګوښه شو.
رسنیو زیاته کړې، دوی د نظر اختلاف درلود؛ خو په خپله جان بولټن د ولسمشر ټرمپ د دې خبرو په ځواب کې پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره شپه یې پخپله استعفا وړاندې کړې وه، ولسمشر ترې غوښتنه نه ده کړې.
یوشمېر امریکایي چارواکو بیاویلي چې دټرمپ اکثر سلاکاران دافغانستان قضیه دخبرو له لارې دحل وړ بولي، هغه څوک چې دجګړې غوښتونکي دي؛ په تدریجي ډول له دندې ګوښه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: