سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ټرمپ یو لوړ رتبه پلاوی انقرې ته لېږدولی چې د سوریې په شمال کې ژر تر ژره اور بند وکړي

ټرمپ یو لوړ رتبه پلاوی انقرې ته لېږدولی چې د سوریې په شمال کې ژر تر ژره اور بند وکړي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو لوړ رتبه پلاوی ترکیې ته لېږي او له انقرې غواړي چې د سوریې په شمال کې “ژر تر ژره” اوربند وکړي.
ترکیې ته د تګ لپاره په برابر شوي پلاوي کې د امریکا د جمهور رئیس مرستیال، د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار شامل دي.
د امریکا د جمهور رئيس مرستیال، مایک پنس د اکټوبر په پنځلسمه ویلي و چې ترکیې ته روان دی او هلته به له جمهور رئیس رجب طیب اردغان سره وګوري. پنس ویلي و چې له اردغان سره په کتنه کې به د سوریې په شمال کې پر اوربند او د یوه توافق لپاره پر مذاکرو ټینګار وکړي.
خو په هغه ورځ، د ترکیې جمهور رئيس وویل چې “هېڅکله” به د اوربند امر ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې مایک پنس نن د اکټوبر اوولسمه، ښوولې وه چې په انقره کې به له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو پرون د امریکا له فاکس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې دی او مایک پنس له اردغان سره خبرې کوي.

خو فاکس نیوز وروسته خبر ورکړ چې اردوغان له امریکايي پلاوي سره کتنه رد کړه.
د ترکیې جمهور رئيس، د اکټوبر په نهمه اعلان وکړ چې انقره د سوریې په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.
د ترکیې دا کار په نړیواله کچه وغندل شو .
اردغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړ او ویې ویل د سوریې په شمال کې د داعش وسله وال او کرد ملېشه ځواکونه به وځپل شي.
د ترکیې حکومت هغو کردانو ته چې د سوريې په شمالي سیمو کې یې د اسلامي دولت وسله والو یا داعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د تروریستانو په سترګه ګوري.
رجب طب اردغان پرون بیا د خپل پارلمان غړو ته وویل چې “ځیني رهبران شته چې د منځګړیتوب هڅې کوي، خو د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې داسې نه دي شوي چې یو برحاله دولت له یوه تروریست سازمان سره پر یوه میز کښېني.”
د ترکیې ولسمشر پارلمان ته په وینا کې زیاته کړه چې “تروریستانو ته زموږ وړاندیز دا دی چې همدا اوس وسلې واچوي او له خپلو پناه ځایونو راووزي.”

دا په داسې حال کې ده چې د کرېملن ویاند، دیمیتري پسکوف د سه شنبې په ورځ (اکټوبر ۱۵مه) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر سره خبرې کړي او هغه ته یې د ورتګ بلنه ورکړې ده.
پسکوف وویل چې پوتین به له اردغان سره د سوریې د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د کرېملن ویاند وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردږغان د پوتین بلنه منلې ده.
روسیه د سوریې د ولسمشر بشاراسد له مهمو متحدانو ده. روسیه له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په سوریه کې پوځیان لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: