جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / پاتریشیا ګاسمن:زورواکي د افغانستان په قضايي نظام کې پراخ نفوذ لري

پاتریشیا ګاسمن:زورواکي د افغانستان په قضايي نظام کې پراخ نفوذ لري

د بشري حقونو د څار د اسیايي برخې مسوولې پاتریشیا ګاسمن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې زورواکي د افغانستان په قضايي نظام کې پراخ نفوذ لري او د عدالت مخه یې نیولې ده. ګاسمن د فوټبال فدراسیون د پخواني رییس کرام الدین کرام قضیې ته په اشارې وايي، چې هغه یو زرواکی دی او همدا مسئله ددې سبب شوې چې تر ننه پورې د عدلي او قضايي ارګانونونو له لوري و نه نیول شي. هغه په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او وایي په قضايي ادارو کې باید د زورواکانو او فساد مخه ونیول شي. تر دې وړاندې هم پر دغه ارګانونو نیوکې شوې دي. د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس هم په دې وروستیو کې په خپلو څرګندونو کې وویل چې دغه ادارې شفافې نه دي او کارونه یې د اندېښنې وړ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: