دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / “پانيپت جګړه (1761) او د سنجي دت فلم.

“پانيپت جګړه (1761) او د سنجي دت فلم.

پانيپت د هند د پلازمينې شمال ته په ۹۰ کيلومرټرۍ کې پرته سیمه ده.
په دې سیمه کې درې ځله مشهورې جګړې شوي دي، چې وروستۍ هغه يې د ستراحمدشاه دراني او مراټیانو (Marathas)ترمنځ ده.
دا جګړه ځکه تر نورو ډېره مشهور ده، چې يوازې په يوه ورځ پکې تر ۴۰ زره ډېر جنګالي وژل شوي دي. باليووډ د سنجيدت په ادارکارۍ اوس په دې جګړه فلم جوړ کړی، چې د ډیسمبر په مياشت کې به نندارې ته وړاندې شي.
زه د دې فلم له محتوا نه يم خبر؛ خو له تاريخي اړخه د پانیپت جګړه کې د احمدشاه بابا ميړانه له هيچا پټه نه ده.
په دې کې د احمدشاه بابا د بريا ۸ رازونه دي، چې په لږو جنګیاليو سره يې د مراټيانو ستر پوځ مات کړ.
لومړی: مراټيانو، چې کله ډيلي ونېوه، ظلمونه يې وکړل او ډېر کورنۍ يې ولټولې؛ نو اصلا ولسونه ترې ناراضه او ورته سخت په غوسه وو
دویم: مراټيانو د جګړې په وخت کې يوازې د ګرمې هوا لپاره وسايل او لباسونه درلودل، احمدشاه بابا ورسره نښته په سړه هوا کې پيل کړه؛ خو هغوی سوړ موسم له امله جګړه نه شوای کوله.
درېيم: مراټي جنګیالي په پانيپت کې له خپلو فاميلونو سره اوسېدل، د جګړې پر مهال يې تر نيمايي پوځ د خپلو مېرمنو او ماشومانو په دفاع بوخت شوو.
څلورم: ځايي راجاګان له مراټیانو سخت ناراضه وو، د جګړې پر مهال يې همکاري او مرسته ورسره ونکړه، بل دا چې ځايي راجاګانو ويل، احمدشاه بابا د ډيلي تر نېولو وروسته بېرته کندهار ته ستنېږي او واګې موږ ته سپاري.
شپږم: احمدشاه بابا له پخوا د ډيلي له مشهور شخصيتونو او مخورو خلکو سره خپلوي درلوده، د هغوی لوڼې يې خپلو خپلوانو ته را واده کړې وې، نو له سیمه ييز ملاتړ څخه برخمن و.
شپږم: احمدشاه بابا تر جګړې مخکې د ډيلي ټولې لارې په پانیپت وتړلې، مراټیان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شول.
اوم: مراټیانو له سړې هوا او د خوراکي توکو له نشت سره سره، له يو بل مشکل سره هم مخ وو. يو طرف نه پرې لارې بندې شوې او د پانیپت بل خواته د يمنا لوی سیند و؛ نو د تښتې لاره يې ورکه شوه.
اتم: د احمدشاه بابا د پوځ ميړانه وه، چې ويل کېږي يو جنګالی يې د لسو برابر غښتلی او له جنګي مهارتونو برخمن و او تر څنګ يې د مراټيانو د مخاخ جګړې نه؛ بلکې د چريکې حملې پلان و، چې دا پلان يې ناکام شو.
نور لاملونه يې هم کېدای شي، خو ويل کېږي همدا يې عمده دي…!!!
نو هيله ده، چې د سنجیدت په فلم کې دا ټول مسايل په سمه توګه تشريح شوي وي.

ویل کیږي سبا د (پاني پت) فلم ټریلر خپریږي
په دغه فلم کې سنجیدت د احمدشاه بابا رول او ارجن کپور د مراټهـ سلطنت د پوځ مشر سداشیو راو بهاو رول لوبولی.
دا فلم پر ۱۷۶۱ کال د هند د پاني پت پر درېیمې جګړې جوړ شوی چې مرهټیانو پکې له افغانانو مرګونې ماته وخوړه.
د فلم په لومړي پوسټر کې د احمدشاه بابا کرکټر ویروونکی او جنګیالی ښودل شوی.
سنجیدت پر خپل ټویټر د احمدشاه بابا د کرکټر په اړه لیکلي، احمدشاه بابا: پر کوم ځای چې د هغه سیوری ولویږي، هلته مرګ راځي.
ددغه فلم لارښود اشوتوش ګواریکر دی. د فلم لومړنۍ چارې د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې پیل شوې او د روان کال پر ډسمبر به نندارې ته وړاندې کیږي.
په پاني پت جګړه کې د مرهټیانو په لسګونو زره جنګیالي او ددوی مشر سداشیو راؤ بھاؤ او نور قوماندانان ووژل شول.
په دې جګړه کې د هند روهیله پښتنو اود دوی مشرانو امیرالامرا نواب نجیب الدوله یوسفزي او حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ د احمدشاه دراني ملاتړ کاوه.
په فلم کې ارجن کپور د سداشیو راؤ بھاؤ، موهت انند د تیمورشاه دراني ( د احمدشاه بابا د زوی)، کریتي سانن د پاروتي بايي ( د سداشیو راؤ بھاؤ د میرمنې)، پدمني کولهاپوري د ګوپیکا بايي، زینت امان د سکینه بانو بیګم، موهینش بهل د بالاجی باجی راو ( د مراهټه واکمنۍ مشر)، منترا د نجیب الدوله، میر سرور د عمادالملک، نوابشاه د ابراهیم خان ګردي او کنال کپور د شجاع الدوله رول لوبولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: