پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستاني رسنۍ:امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې چې له افغانستان نه ووځي

پاکستاني رسنۍ:امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې چې له افغانستان نه ووځي

پاکستاني رسنیو د قطر دفتر د چارواکو له خولې لیکلي، چې طالبانو او امریکا تازه پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، طالبان او امریکا تر مختصرو خبرو وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړې ته رسېدلي دي. د شاهین په وینا اوس خبرې پر دې روانې دي چې دغه مهالوېش د کوم میکانیزم له مخې او څه ډول عملي کړل شي. دمګړی د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو خبرې روانې دي. تر دې دمه لا نه ده روښانه شوې چې د دواړو لورو ترمنځ به خبرې څه پایله ولري، خو یو شمېر سرچینې وايي چې ښایي د طالبانو او امریکا هوکړه په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک کړل شي. تر دې وړاندې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د مهالوېش پر سر اختلافات تر ټولو د بحث وړ مسئله وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: