دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / بين المللي / پاکستانی اصله هندي سندرغاړی ۵۰ لکه هندي روپۍ جرمانه شوی

پاکستانی اصله هندي سندرغاړی ۵۰ لکه هندي روپۍ جرمانه شوی

هندي رسنۍ وایي یوې محکمې پاکستاني اصله هندي سندرغاړي عدنان سمیع باندې د ۵۰ لکه هندي روپۍ جرمانه ايښې.

خو ویل کیږي چې دا جرمان د نوموړي لپاره یوه ښه زیری ځکه دی چې د کروړنو روپیو جائیداد یې بچ پاتې شو.

د معلوماتو له مخې دغه جرمانه د ۲۰۰۳ کال په هند کې د ځمکې اخیستو له امله پرې لږیدلې ده.

په هغه وخت کې نوموړي نږدې لس اپارتمانونه او پنځه د موټرو د تم ځایونو ځمکې بغیر د بانک له اجازې اخیستې وې.

خو کله چې عدنان سمیع دغه ځمکې اخیستلې هغه وخت نوموړی د پاکستان تابعیت لرونکی وه او کوم بهرني په هند کې د بانک له اجازې پغیر نه شي کولی ځمکه واخلي یا هم د کوم ډېر ارزښت لرونکو مالونو وپيري او عدنان سمیع د بانک نه اجازه نه وه اخیستې.

محکمې تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال هغه حکم هم ختم کړی چې له مخې یې د عدنان سمیع خان ټول جایداد ضبط کیږي او ورسره پرې د ۲۰ لکو هندۍ کلدارو جرمانه هم و.

خو تر دې وروسته عدنان دغه پرېکړه وننګوله او پرې محکمې غور وکړ او اوس د نوې پرېکړې له مخې به ۵۰ لکه هندۍ روپۍ جرمانه په دریو میاشتو کې ورکوي، په داسې حال کې چې ۱۰ لکه یې لا له وړاندې ورخلاصې کړي دي.

عدنان سمیع په پاکستان کې پیدا شوی، سندرې یې هملته پيل کړي خو بیا په ممبيئ کې خپل کور جوړ کړ او د هند د تابیعت غوښتنه یې وکړه، چې د هند دولت له څو کلونو غور کولو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې نوموړي ته د هند تابیعت ورکړ.

څو ورځې وړاندې محکمې خپل پرېکړه واوروله چې عدنان سمیع هغه وخت ځمکه اخیستې چې په هند کې کار کاوه.

ټولې چارې په هندي ډول سره او هند کرنسۍ سره شوی او د دغه ځمکې د اخیستلو لپاره یې له بانک څخه هم قرضه اخیستې ده چې هغه یې هم بېرته بانک ته سپارلې.

عدنان په هند کې د پیسو د ګټلو وروسته مالیه هم ورکړې او تر هغې وروسته یې هندي تابیعت غوښتنه هم کړې ده.

دا خبرونه هم خپاره شوي ول چې د څو کروړه جایداد یې پنځه اپارتمانونه او ځینې د موټرو تم ځایونه یې د مېرمنې په نوم کړي وه خو وروسته محکمې ورسره دغه پرېکړه نه ده منلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: