دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان افغانستان ته د اوړو په صادراتو بندیز ولګاوه

پاکستان افغانستان ته د اوړو په صادراتو بندیز ولګاوه

پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د اوړو په قحطۍ او پر بیو د کنټرول ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته د اوړو په صادراتو بندیز ولګاوه. تېره ورځ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمود خان په دې تړاو ټولو ادارو ته امر کړی چې دوی د غنمو اوړو ته سخته اړتیا لري او باید دمګړۍ افغانستان ته د اوړو صادرات بند شي. محمود خان وايي، دوی اړ دي چې د قحطۍ د مخنیوي لپاره ۳۰۰ زره ټنه اوړه ذخیره کړي او د احتکار کوونکو پر وړاندې هم مبارزه وکړي. نوموړی وايي، دا حکم یې د یوې میاشتې لپاره ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: