جمعه , سپتمبر 20 2019
کور / خبرونه / افغانستان / پاکستان او افغانستان پر غلام خان بندر د سوداګرۍ ډېرولو هڅه کوي

پاکستان او افغانستان پر غلام خان بندر د سوداګرۍ ډېرولو هڅه کوي

افغان او پاکستاني چارواکو چې له غلام خان بندر یې لیدنه کوله ټینګار کړی چې له دغه بندر به سوداګري ډېروي. په اسلام اباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل په دې لیدنه کې ویلي، پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په اړه ګڼې غونډې لرلې دي او په دې برخه کې پوره پرمختګ شوی دی. دده په خبره د ترانزیت او خلکو د تګ راتګ په برخه کې پاکستان د همکارۍ ژمنه کړې ده او دا همکاري به دوه اړخیزه وي. هغه وویل غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان لپاره مهم دی او هڅه کېږي چې په دایمي توګه پرانیستل شي او تګ راتګ ورباندې ډېر شي. پاکستاني لوري هم ویلي چې دوی د غلام خان بندر د لا ډېر فعالیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: