جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: د افغان کډوالو د پاتې کېدو په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې

پاکستان: د افغان کډوالو د پاتې کېدو په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې

په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمشنرۍ استازي لا هم کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي، چې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو پاتې کېدو نېټه تر څه مهاله وغځوي. اوسمهال په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پاتې کېدو وروستۍ نېټه د روانې جون میاشتې دېرشمه ده. د پاکستان د سرحدي چارو وزیر شهریار اپریدي دغې غونډې ته ویلي، پاکستان د افغان کډوالو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی او په خبره یې دا د مرکزي حکومت واک دی چې د نېټې د غځولو په اړه پرېکړه وکړي. که څه هم دا وروستیو کې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د پاکستان له مرکزي حکومت غوښتي و، چې د هلته مېشتو افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه نوره و نه غځوي، خو د پاکستان سرحدي چارو وزیر شهریار اپریدی نننۍ غونډې ته وویل، دا پرېکړې د ایالتي حکومتونو پر ځای مرکزي حکومت کوي او ایالتونه به یې مني. په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال لا هم ژوند کوي چې وخت ناوخت ددغه هېواد د حکومت لخوا ستونزې ورته جوړېږي او ځورول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: