سه شنبه , جنوري 21 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: د فرشتې وژونکی نیول شوی دی

پاکستان: د فرشتې وژونکی نیول شوی دی

پاکستاني چارواکو ويلي دي، د يوې لس کلنې نجلۍ د تښتوونې او وژنې په تور يې يو مشکوک کس نيولی دی.

د پوليسو يو افسر انيس اکبر چې د فرشتې مومند د وژنې دوسيې د تحقيقاتو مشر دی، ويلي دي، د جمعې په ورځ يو مشکوک کس نيول شوی دی چې خپل جرم يې هم منلی دی.

هغه ویلي چې مشکوک کس د مومند د کورنۍ ګاونډی و چې ورڅخه یې مخکې هم د ځورونې شکایت کړی و.

فرشته د مې په ۱۵مه په اسلام اباد کې تری تم او مړی یې څلور ورځې وروسته د دې ښار په یوه څنډه کې وموندل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: