شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: د پوځ په مرسته قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد راډیو خپرونې پیلېږي

پاکستان: د پوځ په مرسته قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد راډیو خپرونې پیلېږي

داطلاعاتو په هکله دپاکستان د وزیراعظم معاونه ډاکټر فردوس عاشق اعوان وایي پاکستان افغانستان څخه دپاکستان په ضد دکېدونکې پروپېګنډې ماتولو لپاره د پوځ په مرسته قبائیلي سیمو کې د راډيو خپرونې پیلوي.

خو څېړونکي دپاکستان دحکومت دا ګام وړاندې نه دتاؤژنو اړیکو د لا خرابولو هڅه بولي اؤ وایي منفي پروپېګنډه که افغانستان دپاکستان په ضد کوي اؤ که پاکستان یې د افغانستان په ضد کوي، د هیڅ یو هیواد په ګټه نه ده بلکې دواړه ولسونه اؤ حکومتونه نور هم له یو بله جدا کوي.

داطلاعاتو اؤ خپرونو په اړوند د سینیټ دقائمه کمیټۍ غونډې ته تیره ورځ داطلاعاتو په هکله دپاکستان د وزیراعظم معاونې ډاکټر فردوس عاشق اعوان قبائیلي سیمو کې د راډيو د خپرونو پیل کولو په اړوند احوال تېر کړي اؤ ویلي یې دي افغانستان څخه دکېدونکې پروپېګنډې ماتولو لپاره داطلاعاتو وزارت دپوځ مطبوعاتي څانګې سره په ګډه کار کوي.

ډاکټر فردوس عاشق اعوان دافغانستان د ولسمشر اشرف غني دبیان په یادؤنې سره وویل افغانستان تر ۵۰ؤ زیاتو راډيوګانو ته د خپرونو اجازت نامې ورکړي اؤ دا راډیو ګان به د پاکستان د پولې ترڅنګ خپرونې کوي.

هغې وویل په دغو راډیو ګانو چې به دپاکستان په ضد کومه پروپېګنډه کیږي پاکستان به دپوځ سره په ګډه د دغه پروپېګنډې د اغیز ختمولو په موخه قبائیلي سیمو کې د راډيو خپرونې پیلوي.

خو دافغانستان اؤ پاکستان په اړیکو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان بیا وایي چې د دواړو هیوادونو له لوري د یو بل په ضد کېدونکې منفي پروپېګنډې به د کابل اؤ اسلام اباد تر منځ واټنونه نور هم سیوا کړي اؤ حتی د ولسونو ذهنونه به هم خراب کړي.

ښاغلي طاهر خان زیاته کړه چې منفي پروپېګنډې د خلکو په ذهنونو، سوچونو اؤ فکرونو بد اغیز کوي .

هغه وویل پاکستان اؤ افغانستان چې تیرکال له اوږدو خبرو وروسته د مذاکراتو په کوم میکانزم صلاح شوي دا اقدام دهغه اصولو څخه هم سرغړونه ده ځکه چې دغه میکانزم کې دواړه هیوادونو ژمنه کړې چې دیو بل پر ضد به منفي تبلیغات اؤ پروپېګنډه نه کوي.

دافغانستان وتلی خبریال ښاغلی جاوید همیم کاکړ هم په دې نظر دی چې د رسنیو نه باید د اړیکو ښه کولو کار واخستل شي نه چې دواړه هیوادونه یې دیو بل پرضد وکاروي.

ښاغلي کاکړ وایي رسنۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ د اړيکو په ښه کولو کې مهم رول لوبوي، او له رسنيو څخه د اړيکو په ښه کولو، د حکومتونو او ولسونو په نږدې کولو کې ګټه اخستل پکار دي.

هغه وایي “د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پښتانه پراته دي چې يو قوم، يو دين يوه ژبه يو کلتور لري، دوى خپلو کې يو دي، خو حکومتونو او سامراجونو سره جلا کړي دي، دغه ډول راډيو ګانو جوړولو او خپرونو سره به د ولسونو ترمنځ کرکه زياته شي”

خبریال طاهر خان هم وایي “هسې هم له بده مرغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د وړاندې نه اړېکې زیاتې خرابې دي، باید دتاؤ تریخوالي دکمولو ، د اړېکو پیاوړي کولو اؤ دپروپېګنډې د کمولو دپاره ګامونه اخستلو ته اړتیا ده نه چې دپروپېګنډو لړۍ نوره پیاوړې کړل شي”
ښاغلی طاهر خان وایي د خلکو په ذهن جوړونه کې میډیا یو مهم رول لري، که میډیا مثبت رول ادا کوي نو د دواړو هیوادونو اړېکې پیاوړې کیدای شي خو کله چې میډیا نه د یو اړخیز کردار کار اخستل کیږي نو هغه دخلکو اؤ حکومتونو ترمنځ واټنونه پیدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: