پنجشنبه , دسمبر 12 2019
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان له ملګرو ملتونو څخه د کشمیر د وضعیت د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې

پاکستان له ملګرو ملتونو څخه د کشمیر د وضعیت د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې

پاکستان د کشمیر د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یو استولي لیک کې په کشمیر کې د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ بللی او وايي دا پرېکړه په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره هواروي. دا غوښتنه وروسته له هغې ده چې د هند حکومت د اګسټ په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه کورواکي پای ته رسوي چې د هندوستان د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه. تر دې یوه ورځ مخکې د اګست له څلورمې نېټې د هند حکومت په هندي کشمیر کې ځانګړي امنیتي تدابېر ونیول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ملګرو ملتونو ته په استولي لیک کې په کشمیر کې د هندوستان د حکومت وروستي اقدامات غندلي او هغه ‌یې تېري کوونکې کړنې بللي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: