جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان له ۱۳۵ ورځو وروسته اجازه ورکړه چې افغان الوتکې یې له خاورې تېرې شي

پاکستان له ۱۳۵ ورځو وروسته اجازه ورکړه چې افغان الوتکې یې له خاورې تېرې شي

پاکستان له ۱۳۵ ورځو وروسته اجازه ورکړه چې افغان الوتکې یې له خاورې تېرې شي. د ملکي هوايي چلند ادارې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، پاکستان له ۱۳۵ ورځو وروسته ټولو ملکي پروازونو ته اجازه ورکړي چې ددوی له فضا استفاده وکړي. ددغه ادارې په وینا د پاکستان له فضا پر پروازونو تېرو بندیزونو افغان هوايي شرکتونو ته او مسافرو ته ګڼ زیانونه اړولي وو. دغه ادارې د یادې فضا د پرانیستل کېدو برخه کې د افغان دولت له هڅو هم مننه کړې ده. پاکستان له هند سره تر یو لړ لانجو وروسته خپل هوايي حریم د ټولو پروازونو پر مخ وتاړه. له دې سره سم هغه هوايي شرکتونو هم سخت زیانونه وکړل چې د افغانستان-هند ترمنځ یې تګ راتګ کاوه. ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې له دې وروسته د هند- افغانستان پروازونه په نورماله توګه د پاکستان له فضا ترسره کېدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: