دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: پنجاب کې په یوه اور ګاډي کې د اور لګېدو له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان: پنجاب کې په یوه اور ګاډي کې د اور لګېدو له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د (تېز ګام ایکسپریس) په نامه یوه اورګاډي کي د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي او ۳۳ نور تپیان شوي دي.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۳۱مه) سهار مهال د پنجاب ایالت رحیم یار خان سیمې ته نزدې په لیاقت پور سیمه کې شوې ده. اورګاډی له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان و او له ۸۰۰ زیات مسافر پکې سپاره وو.
د پاکستان د اورګاډي وزیر شیخ رشید له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په تیز ګام ایکسپریس اورګاډي کې اور د ګاز ډبې د چاودېدو له امله رامنځته شوی دی.
رشید زیاته کړه، ځینې تبلیغیان هم په دې اورګاډي کې سپاره وو چې د سهار ناشتې لپاره یې په ګاز ډبې چای تیاراوه، چې یو دم د اورګاډي په درېیو ډبو کې اور ولګېده.
نوموړي تایید کړه، چې په دغه پېښه ۶۴ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د شیخ رشید په خبره، د پېښې ډېری قربانیان تبلیغیان دي.
د پنجاب ایالتي حکومت او د پاکستان پوځ مرستندویه ډلې د پېښې سیمې ته رسېدلې دي، تپیان یې روغتون ته لېږدولي او د پېښې تحقیقات یې پيل کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پېښې ۱۷ مړي په بشبړ ډول سوځېدلي او د پېژندنې وړ نه دي.
ځینو عیني شاهدانو له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ډېری مسافر د اورګاډي د سوځېدو پر مهال له ګاډي د ټوپ اچولو له امله وژل شوي دي.
د پاکستان دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي پر پېښې خواشیني ښودلې او د ټپیانو د ښې درملنې امر یې کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: