شنبه , اګست 24 2019
کور / اقتصاد / پاکستان کې اقتصادي اندېښنې ورځ تر بله لوړېږي

پاکستان کې اقتصادي اندېښنې ورځ تر بله لوړېږي

د پاکستان د اقتصاد وزارت وایي د دې لپاره چې په دې هېواد کې اقتصادي ودې سره مرسته وکړي د خوراکي موادو او سون توکو بیې یې لوړې کړې دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، ښایي په نږدې راتلونکي کې پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره هم لوړه شي. د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې اړه اندېښمن دي او زیاتوي، د سون توکو او خوراکي توکو د بیو لوړېدو منځنۍ طبقه او بې وزله وګړي له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي او که دا چاره همداسې دوام وکړي ښایي حکومت یې له نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ شي. د پېښور پوهنتون د اقتصاد څانګې مشر ذلاکت خان ویلي، وېره ده چې راتلونکو ورځو کې د ګرانۍ کچه نوره هم زیاته شي. د هغه په خبره روان وضعیت ته په کتو ښایي د ګرانۍ کچه تر ۱۳ سلنه پورې لوړه شي. نوموړي زیاته کړې پاکستانی حکومت باید د ګرانۍ روانې کچې ته پام وکړي او د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: