دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د زلزلې د تلفاتو شمېره لوړه شوې ده

پاکستان کې د زلزلې د تلفاتو شمېره لوړه شوې ده

پاکستان کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۱ او د ټپیانو هغه ۴۵۲ تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې د دې زلزلې چې مرکز یې د پنجاب میرپور ښار ښودل شوی دی شدت یې د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه اته درجې و. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر لومړي وزیر راجا فاروق حیدر ویلي چې د کشمیر په ځینو برخو کې هم ګڼ شمیر ودانۍ ویجاړې شوي دي او خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. په ورته وخت کې د میرپور ښار اوسیدونکي وایي چې په ښار کې سړکونه ویجاړ شوي او د ټلیفون او برق پایو غورځیدلو له امله د سیمې اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: