پنجشنبه , دسمبر 5 2019
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې د یو اورګاډي د ټکر له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستان کې د یو اورګاډي د ټکر له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستان کې د یو اورګاډي د ټکر له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځایي چارواکي وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو اورګاډی له پنجاب نه کوټې ته د تلو په حال کې و او په رحیم یار خان سیمه کې یې له یو بل اورګاډي سره ټکر وکړ. په پېښه کې لس کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. د رحیم یار خان سیمې د پولیسو مشر په یاده پېښه کې د لسو کسانو د مړینې او د ۳۵ نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په ټکر شوي اورګاډي کې لا هم ځینې کسان بند پاتې دي. د یاد پولیس چارواکي په خبره ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې یاده پېښه د اورګاډي چلونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: