جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې سبا د افغان سولې په تړاو غونډه کېږي،یو شمېر افغان سیاستوال هم وربلل شوي

پاکستان کې سبا د افغان سولې په تړاو غونډه کېږي،یو شمېر افغان سیاستوال هم وربلل شوي

ټاکل شوې سبا شنبه د «جون پر ۲۲مه»د پاکستان د مرې پهبوربن سیمهکې د افغان سولې په اړه د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات بنسټ لخوا غونډه تر سره شي.

دغه غونډه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر، کریم خلیلي، محمد محقق او ګلبدرین حکمتیار په ګډون یو شمېر افغان سیاسیتوال هم وربلل شوي په پاکستان کې «SASSI» بنسټ لخوا رابلل شوې ده.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوې سرچینې نن جمعه د «جون پر ۲۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغه غونډه کې نوموړي بلنه ورکړل شوې او په دغه غونډه کې ګډون کوي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې په دغه غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې که نه.

د یو شمېر رسنیو د راپورونو له‌مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه غونډه تائید کړې او ویلي دي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به پکښي وینا وکړي.

دا غونډه پر داسې مهال رابلل کېږي چې ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روانې جون میاشتې پر ۲۷مه اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.

دا غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي چې د افغان سولې په اړه روانې هڅې نوي پړاو ته داخلې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: