دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان: ۲۰۲۰ میلادي کال تر اخره به د ډیورنډ کرښې اغزن تار بشپړ شي

پاکستان: ۲۰۲۰ میلادي کال تر اخره به د ډیورنډ کرښې اغزن تار بشپړ شي

پاکستان ويلي د افغانستان سره په پوله (د ډېورنډ په کرښه) به د سيمو د ازغن تار لګول تر ۲۰۲۰ پورې سر ته ورسول شي.
د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزیر خسرو بختيار د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي “د پاکستان او افغانستان په پوله د سيمو د ازغن په تار لګولو ډېر کار شوی او د کال ۲۰۲۰ پورې به دا سر ته ورسي”.
پاکستان وايي د افغانستان سره په پوله يې د تار لګولو سره د امنيت وضع ښه شوې ده.
د افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۷ په نيمايۍ کې د سيمو د ازغن تار لګول پېل کړي وو.
د ډېورنډ په کرښه د سيمو د دې ازغن تار اوچتوالی درې میټره او د دې دوه ديوالونه جوړول کيږي چې ترمنځ يې دوه میټره فاصله هم پرېښودلی شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نزدې ۲۶۰۰ (2600) کلوميټره اوږده پوله ده.
پاکستاني چارواکي وايي په پوله يې د سيمو د ازغن تار لګولو سره په سوؤنو چيک پوستې هم جوړې کړې.
د سرکاري شمېرو ترمخه په پوله د سيمو د ازغن تار په لګولو نزدې ۵۰۰ میلنه ډالره خرڅ راځي.
خسرو بختيار ویلي پاکستان چې د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول پوره کړي له دغې وروسته به د ايران سره په ۹۰۰ کلوميټره پوله هم دغه ډول ازغن تار ولګوي.
پاکستان وايي د افغانستان سره په پوله د سیمو ازغن تار د ترهګرو د تګ راتګ او نورو جرمونو د مخنيوي دپاره لګوي.
خو افغانستان د پاکستان سره د ډېورنډ کرښه لانجمنه مني او په رسمي ډول د منلو څخه يې انکار کوي.
خو پاکستان وايي ډېورنډ نړيواله منله شوې پوله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: