پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان / پروان ولایت کې ۷ امریکايي عسکر وژل شوي څلور ټپیان دي

پروان ولایت کې ۷ امریکايي عسکر وژل شوي څلور ټپیان دي

بېګا شپه د یاد ولایت د باګرام ولسوالۍ په صیادو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په قطار موټر بم برید وشو.

وسلوالو طالبانو د برید مسؤلیت منلی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې بیګا شپه یولس بجې یې د باګرام په صیاد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په قطار موټر بم برید کړی ده
مجاهد زیاته کړې چې یاد سرتیری برید د محمد حسن پرواني له لوري تر سره شو او د بهرنیو ځواکونو دوه ټانګونه یې مکمل تخریب کړل
د مجاهد په وینا په دغه خونړي برید کې یې ۷ نفر بهرني عسکر وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي
تر اوسه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: