دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / پر کام ایر هوایي شرکت بندیز لګول شوی دی

پر کام ایر هوایي شرکت بندیز لګول شوی دی

د افغانستان هوايي شرکتونو ټولنه وايي متحده عربي امارات کام ایر الوتکې ته په خپل مرکزي هوايي ډګر کې د کښېناستو اجازه نه ورکوي. له دې سره اوس مهال په افغاني شرکتونو کې یواځې اریانا هوايي شرکت د کابل او دوبۍ تر منځ الوتنه کوي. په افغانستان کې هوايی شرکتونه د نورو هېوادونو پر وړاندې د پرانېستي فضا په سیاست نېوکې کوي وايي پرمختللو نړیوالو شرکتونو د دوی د پرمختګ او سوداګرۍ مخه ډب کړې ده. د افغانستان د هوايي چلند اداره هم د کابل دوبۍ تر منځ په پروازونو کې ځينۍ ستونزې تایدوي. دغه اداره وايي دوبۍ ته د افغاني هوايي شرکتونو الوتنې د تخنیکي ستونزو له کبله کمې شوې دي. د دې ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي دا ستونزې د خبرداري تر کچې رسیدلې او متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د افغان هوايي شرکتونو د ستونزو راپور دوی ته ورکړی دی. خو د هوايي شرکتونو ټولنه د الوتکو داسې تخنیکي ستونزې ردوي چې د الوتنو پر وړاندې دې خنډ جوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: