دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / بين المللي / پمپيو د بګرام برید په کلکه غندلی خو د سولې خبرو ودرېدو په اړه یې څه نه دي ویلي

پمپيو د بګرام برید په کلکه غندلی خو د سولې خبرو ودرېدو په اړه یې څه نه دي ویلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پروان ولایت پر بګرام هوایي اډې د طالبانو موټربم او اوږد ډله‌يېز بریدونه غندلي دي
د وروستیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو او کابو ۱۲ ساعته نښتې کې شاوخوا ۸۰ تنه ژوبل او دوه کسان ووژل شول، چې د پامپيو له خولې پنځه امریکايي عسکر هم پکې شامل دي، خو چارواکو بیا ټول ملکیان بللي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په اړه خبریالانو ته ویلي، د بګرام پر نظامي اډه د چارشنبې په سهار ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندي.
د پامپیو په خبره : «په دې برید کې څو ایتلافي ځواکونه او عام خلک هم ژوبل شوي دی او دا برید پلاني و.»
همداراز د ګرجستان د دفاع وزارت هم ومنله چې د بګرام په ننني برید کې یې پنځه تنه ځانګړي سرتېري ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې ارګ هم د بګرام پېښه غندلې او ویلي یې دي که طالبان دغسې بریدونو ته دوام ورکوي، نو امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د خپلو خلکو د امنیت ساتلو ته چمتو دي او پر بګرام هوايي برید یې هم پر ملکیانو برید بللی.
طالبان دا برید له هغې وروسته کوي او مسوولیت یې پر غاړه اخلي چې امریکا ویلي، چې همدا څو ورځې په پرله پسې ډول په دوحه کې له امریکايي استازو سره د سولې د تړون پر لاسلیک خبرو باندې لګیا دي.
طالبانو ویلي، چې په دې برید کې د خورا زورورو انفجاري موادو له کبله ښايي شاوخوا پرتو سېمو کې د ښېښو د ماتېدو له کبله ځیني ملکيان سطحي ټپيان شوي، خو دا په ټينګه ردوي چې ملکیان دې د برید په ځای کې زیانمن شوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: