شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / بين المللي / پنټاګون وايي په عراق کې یې یو پوځي سلاکار وژل شوی

پنټاګون وايي په عراق کې یې یو پوځي سلاکار وژل شوی

د امریکا دفاع وزارت یا (پنټاګون) وایي د عراقي ځواکونو یو امریکایي پوځي سلاکار په عراق کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند ویلي، دا پوځي سلاکار نن د عراق په نینوا ولایت کې وژل شوی دی. د دې پوځي بشپړ هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی. دا پوځي په داسې حال کې وژل کېږي چې عراقي ځواکونو څه موده وړانډې د داعش ډلې د ماتې خبر ورکړ او اوس یې د پاتې شونو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: