دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو پنا غوښتنه لوړه شوې ده

په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو پنا غوښتنه لوړه شوې ده

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اداره وایي چې له جولای میاشتې راهیسې یو ځل بیا په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو د پنا غوښتنې کچه لوړه شوې چې ډېر پکې افغانان، سوریایان او د وینزویلا وګړي دي. ددغه ادارې د شمېرو له مخې له جولای میاشتې راهیسې، ٦٢٩٠٠ کسانو د پناه غوښتنه کړې چې لوړه شمېره یې د یادو درېیو هېوادونو دي. سرچینه کاږي چې د پاکستان، عراق، ترکیې، کلمبیا، ایران او نایجریا وګړي په دویمه درجه کې دي. په دې وروستیو کې په هېواد کې د نا امنیو له امله له هېواده د خلکو د کډوالۍ کچه هم لوړه شوې ده. وړمه ورځ ګالوپ موسسې په یوه راپور کې ویلي وو، چې نا امني او د مصونیت نشتوالي خلک د هېواد پرېښودو ته اړ کړي او د مهاجرت کچه یې لوړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: