جمعه , جولای 3 2020
کور / اسلاميات / په اسلامي نظام کې دشوری اهل او ګټې يې.

په اسلامي نظام کې دشوری اهل او ګټې يې.

دا چې په شوری کې د کومو صفتونو لرونکي برخه واخلي په دې هکله په ځینو کتابونو کې په لنډه توګه څه تصريحات او لارښوونې شوې دي، د مثال په توګه د ماوردي په احکام سلطاني کتاب په ۶ صفحه کې، د ابو یعلی په احکام سلطانی کتاب په ۵صفحه کې د غياثی امام الحرمين صفحه ۶۳ـ ۶۴کې او د ابن خلدون په مقدمه صفحه ۱۷۷ کې په تيت او پرک توګه لږ او ډېر راغلي دي:

د شوری غړي بايد مسلمان وي.

بالغ وي.

عاقل وي.

آزاد وي.

عالم وي.

نر وي.

عدالت ولري.

د اسلام د وطن تابعيت ولري.

د شوری عضويت او غړيتوب:
په خپله به يې څوک نه غواړي او نه به ځان کانديدوي ځکه الله تعالی فرمايي: ﴿فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى﴾ سورت النجم ۳۲ ژباړه: ستاینې مکوئ د خپلو ځانونو، هغه الله تعالی پوهه دی په هغه چاچې تقوا کوي. نو هر کله چې انسان د خپل حال د عاقبت نه خبر نه دی نو ﴿فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ﴾ د خپلو ځانونو صفتونه مکوئ چې زه لویې مرتبې والا یم او زه جنتي یم داسې ستاینې کول حرام دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې هکله صراحت کړی فرمايي: «عن ابي موسی رضي الله عنه قال دخلت علی النبي صلی الله علیه وسلم انا و رجلان من قومي، فقال احد الرجلین امّرنا یا رسول الله و قال الاخر مثله، فقال: انا لا نولي هذا من سأله ولا من حرص علیه» ژباړه: له ابو موسی رضي الله عنه څخه روايت دی چې وايي:

د خپل قوم له دوو تنو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته حاضر شوو، يوه يې وويل ای د الله رسوله ماته وظيفه راکړه او بل يې هم داسې وويل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: په الله قسم زه هغه چاته څه دنده نه سپارم څوک يې چې غوښتونکی وي يا په هغه حرص ولري.

هغه مصلحتونه چې پر شوری مرتبيږي :

الف: مشوره موضوع ښه روښانوي او تصويب حق ته نږدې کوي.

ب: مشوره عقل ته زياتوالی او محکموالي بښي.

طرطوسي وايي: مشوره اخستونکی ولو که له مشورې ورکوونکي څخه د رأيې او نظر له حيثه قوي هم وي خو کله چې مشوره واخلي نو یوه رأيه زياته د ده سره پيدا کېږي لکه څنګه چې اور د تيلو په واسطه ښه روښانه کېږي.

او ځینې حکماء وايي: پر عاقل لازم دي چې د هوښیارانو رأیه په خپله رأیه باندې ور زیاته کړي نو کله چې دا کار وکړي له ښوييدو څخه ساتل کېږي او خپل مقصود ته رسیږي. همدارنګه ځینو ويلي دي: مشوره د عقل پيوند دی له عقل سره او انسان حقې لارې ته رهنمايي کوي او چا چې د عاقل سره مشوره وکړه د هغه نيم عقل يې ځان ته کمايي کړ.

ج: مشوره اخستونکی له ملامتیا څخه ژغورل کېږي او د وروستيو جنجالونو مخه نيول کېږي.

د: مشوره مشرتابه او چارواکي له هوی او هوس او نفسي غوښتنو څخه خلاصوي.

یو حکيم په دې هکله وايي: عاقل او تجربه کار ځکه مشورې ته ضرورت لري چې د هغه رأيې او نظر په واسطه د هوی او هوس له منګولو نجات مومي.

له يو حکيم څخه پوښتنه وشوه ولې د مشورې ورکوونکي نظر د مشورې اخستونکي د نظر په پرتله غوره دی؟ ده وويل دا ځکه چې د رأيې ورکوونکي په نظر کې هوی او هوس ( نفسي غوښتنې ) لار نه لري.

هـ: مشوره د رحمت او برکت دروازه پرانيزي.

عمر بن عبدالعزیز رحمه الله وايي: مشوره او مباحثه دوه د رحمت دروازې او دوه د برکت کليګانې دي که مشوره او مباحثه شتون ولري نظر ګمراهۍ ته نه ځي او عزم او قاطعيت هم نه سلبوي.

علي کرم الله وجهه وايي: مشوره کټ مټ هدايت دی څوک چې مستبد بالرأی وي ځان يې په خطر کې اچولی دی.

له سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «ما شقی قط عبد بمشورة و ما سُعد باستغناء رأی».یعنې بنده هېڅکله په مشوره نه بدبخته کېږي او که د نورو له رأيې څخه مستغني شو هغه به هېڅکله نېکمرغه نشي.

و: شوری او مباحثه په چارو کې د پټو استعدادونو څخه پرده لرې کوي او باکفايته خلک امت او ملت ته ورپيژني څو د دوی له استعدادونو څخه ګټه واخلي.

ز: بالآخره مشوره امام او مشر له حسرت او پښيمانۍ څخه ژغوري نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: « مَا خَابَ مَنِ اسْتَخَارَ، وَلَا نَدِمَ مَنِ اسْتَشَارَ، وَلَا عَالَ مَنِ اقْتَصَدَ ».

د سرمؤلف مرستيال: عنايت الله عادل

3 تبصرې

  1. Hi there it’s me, I am also visiting this web site on a regular basis, this web site
    is really fastidious and the people are genuinely sharing good thoughts.

  2. This is very interesting, You are a very skilled blogger.
    I have joined your feed and look forward to seeking more of your wonderful post.

    Also, I’ve shared your website in my social networks!

  3. Pretty nice post. I just stumbled upon your
    blog and wanted to say that I have really enjoyed
    surfing around your blog posts. After all I will be subscribing to your rss feed and I
    hope you write again soon!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: