جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د امریکا ټوله جګړه له تېروتنو ډکه ده

په افغانستان کې د امریکا ټوله جګړه له تېروتنو ډکه ده

یوه امریکایي جنرال ډانلډ بولډک په خپله یوه تازه اوږده مقاله کې په افغانستان کې د امریکا جګړې ته کتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ټوله جګړه له تېروتنو ډکه ده او همدې تېروتنو دغه جګړه له ناکامۍ سره مخ کړې ده. دده په خبره امریکایي پوځيان په تاکتیکي توګه په افغانستان کې بریالي وو، خو امریکایي سیاستوال په دې جګړه کې ناکام وو. دده په خبره سیاستوال د سمو تګلارو په جوړلو بریالي نه شول او ددوی ناکامو تګلارو بریالي تاکتیکونه هم مات کړل. بولډک همدا راز ویلي، د امریکا سترې تېروتنې دا وې، چې مشري یې افغانانو ته ور نه کړه، په افغانستان کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شول، طالبانو ته یې د یو ځای کېدو او انسجام زمینه برابره کړه، نشه يي توکي یې ختم نه کړل او یوه کارنده تګلاره یې نه درلوده. هغه له دې ناکامیو سره سره ټینګار کړی، چې په جنوبي اسیا کې د امریکا او ناټو حضور مهم دی. دده په خبره ترهګرې ډلې دلته فعالیت کوي نو ناټو او امریکا ته په کار ده، چې خپله تګلاره مشخصه کړي، اهداف کره کړي او په واضحو پلانونو خپل فعالیتونه مخ ته یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: