پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / پښتو ادب / په خاوره چینايي مغل مو بیا دي راروان) (له کومه مخ کوئ به د خوشال سره خولګۍ

په خاوره چینايي مغل مو بیا دي راروان) (له کومه مخ کوئ به د خوشال سره خولګۍ

غزل//

خولګۍ سره یې خال دی او که خال سره خولګۍ
ښکاره به شي که پټه کړي په شال سره خولګۍ

ملګرو! د لیلا بحث په راز کړئ! په کرار!!!
پردیو وازې کړي هر دېوال سره خولګۍ

ملالې د مېوند او د مومند ښکاري ویدې
چا خلاصې نکړې دومره غال مغال سره خولګۍ

پښتون قوت اوبه کړلو اوبو د ګَوادر
سینه څیرې چمن کې او چترال سره خولګۍ

په خاوره چینايي مغل مو بیا دي راروان
له کومه مخ کوئ به د خوشال سره خولګۍ

له غرونو لاندې کېږي تل د عقل نتیجه
جنون وهلې تل وي د جبال سره خولګۍ

دا ستړی رباعي ژوند* به مې هله شي غزل
چې کېږدي د صیاد مخې ته جال سره خولګۍ

دا کومه شاعري ده په محفل د خاموشۍ؟
ورکړي یې یو بل ته دي په خیال سره خولګۍ

ښه! ته ووایه! څنګه به یې مینه کړم ځواب
خوره شي او څپه څپه شي سوال سره خولګۍ

پرې مړ شي راژوندی چې مد شي شد شي، قلقله
ټپک شي د خالدؔ د نوم د دال سره خولګۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعر خالد خراساني نه په مننې!

* څلوېښت کلن ژوند

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: