دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / په سعودي عرب هوایي برید شوی دی

په سعودي عرب هوایي برید شوی دی

د سعودي په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو اعلان کړی چې د ابها پر هوايي ډګر د حوثیانو برید کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي. د ایتلاف ځواکونو د ویاند له قوله د سعودي الانباء خبري اژانس ویلي، دا پېښه تېره شپه شوې ده. د حوثیانو اړوند المسیرة خبري اژانس هم وړاندې ویلي و چې د حوثیانو اړوند بې پیلوټه الوتکې د سعودي په سویل کې د ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي. پر حوثي یاغیانو تور دی چې د ایران په ملاتړ د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره جګړه کوي او امریکا هم تور پورې کوي چې ایران دغه یاغیانو ته سپکې او درنې وسلې ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: