سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په سوریه کې کرد وسله والو د سوریې له حکومت سره هوکړه کړې

په سوریه کې کرد وسله والو د سوریې له حکومت سره هوکړه کړې

په سوریه کې کرد وسله والو د سوریې له حکومت سره هوکړه کړې چې په ګډه به د ترکي ځواکونو د پرمختګ مخه نیسي. د راپورونو له مخې دمګړی د سوریې حکومتي ځواکونه ددغه هېواد شمالي برخو ته روان دي او هڅه کوي د ترکي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. د سوریې کوردان وايي دوی په ټول توان د ترکي پوځ پر وړاندې درېږي. د ترکیې پوځ بیا ویلي چې ګڼې سیمې یې له کورد وسله والو نیولې دي او په خبره یې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي. ترکیه په خپلو سرحدي سیمو کې کورد وسله وال د ځان لپاره تهدید بولي نو ځکه یې پر ضد عملیات پيل کړي دي. بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ترکیه دې ژر تر ژره عملیات ودروي. دده په خبره د ترکیې د عملیاتو له امله دداعش بندیان تښتېدلي دي او دا وېره شته چې دغه ډله بیا سر راپورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: