سه شنبه , اګست 20 2019
کور / خبرونه / پاکستان / په شمالي وزیرستان کې په پوځ د شوي برید مسؤلیت تندروه ډلې حزب الاحرار منلی

په شمالي وزیرستان کې په پوځ د شوي برید مسؤلیت تندروه ډلې حزب الاحرار منلی

د تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عبدالعزیز یوسفزي ټرایبل نیوز ته په یو رالیږل شوي پیغام کې د تېرې ورځې برید کوم چې د شمالي وزیرستان په لواړه سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوستو ترسره شوی وو، مسؤلیت په غاړه اخیستی

عبدالعزیز یوسفزي ادعا کړې چې په یاد برید کې یې د پوځ شل تنه وژلي او پنځلس یې نور ټپیان کړي

ویاند زیاته کړې چې د برید په پایله کې یې د پوځ له مورچو څخه نهه میله “جي تري” ماشینونه، درې عدده شپني دوربینونه او یو شمېر نورې وسلې د دوی کسانو له ځان سره وړي

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په ګډون د هېواد په نورو بېلابېلو سیمو په دولتي چارواکو بریدونه ترسره شوي چې پکې د زیاتره بریدونو پړې د همدې ډلې ویاند پرخپله غاړه اخیستي

د پوځ د عامه اړیکو څانګې یا آیي ایس پي آر د برید پخلی کړي او رسنیو ته یې د لسو پوځیانو د وژل کېدو یا ژوبل کېدو خبر ورکړی وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: