پنجشنبه , اګست 13 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته هیلې زیاتې شوې

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته هیلې زیاتې شوې

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرو لپاره دواړه لوري خوشبین دي او په دې پړاو خبرو کې پر اساسي مسایلو بحث روان دی. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، په قطر کې د طالب استازو او امریکايي استازي ترمنځ روان مذاکرات حساس پړاو ته رسیدلي او په ګڼو برخو کې پرمختګونه شوي دي. قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی محمد نبي عمري وايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، اوربند او له افغان خاورې د نورو هیوادونو پرضد د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په برخه کې اتیا سلنه پرمختګ شوی دی. خو له دې سره هممهاله ټاکل شوې چې سبا یکشنبه او دوشنبه د جرمني او قطر هېوادونو په کوربتوب په دوحه کې بین الافغاني ناسته ترسره شي. په قطر کې د امریکا اوطالبانو ترمنځ په روانو مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره دغه خوشبیني داسې مهال ده، چې له دې وړاندې امریکايي چارواکو ټینګار کړی وو چې له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له وسله والو طالبانو سره د توافق په لټه کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: