جمعه , اپریل 3 2020
کور / خبرونه / پېښې او جرمونه / په لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي پېښه ددغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د اوریاخېل پله په سیمه کې د مارسډيز ډوله موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې په پېښه کې ۱۸ کسه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. دده په خبره ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي خو د ځينو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د جلال اباد-کابل لویه لار ډېر وخت ددغه ډول پېښو شاهده وي. لامل یې هم پر دغه لاره ډېره ګڼه ګوڼه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: