جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / په هند کې ګړنګ ته د یوه بس غورځېدو له کبله لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي

په هند کې ګړنګ ته د یوه بس غورځېدو له کبله لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي

په هند کې ګړنګ ته د یوه بس غورځېدو له کبله لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي دي. په دغه پېښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي، دغه پېښه د هند د غرني هیماچل پردېش ایالت سیمه کې رامنځته شوې ده. ویل کېږي په دغه بس کې ۶۰ کسان سپاره وو، چې یوه کږلیچ کې له لارې ووت او لاندې ژور ګړنګ ته وښویيد. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د پېښې په تړاو ژور خفګان ښودلی. هندي چارواکو لومړي سر کې ویلي وو، چې پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي دي، خو وروسته یې ویلي، چې پېښه کې ۱۹ نور ټپي شوي کسان هم وژل شوي دي. د کولو سیمې د پولیسو مشر ویلي، وژل شویو کې هغه ښځې او ماشومان شامل دي، چې له کارونو او ښونځیو کورونو ته ستنېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: