دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / په ولسي جرګه یو ځل بیا ناندرۍ راپورته شوې دي

په ولسي جرګه یو ځل بیا ناندرۍ راپورته شوې دي

په ولسي جرګه کې د کمېسیونونو مشرۍ او غړیتوب لپاره د ټاکنو جنجالي پروسې د جرګې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي. د ولسي جرګې غړي وايي، سره له دې چې د حکومت ډیری وزیران سرپرستان دي، هیواد له ناسم امنیتي وضعیت سره مخ دی خو د ولسي جرګې ټاکنو پروسه ددې لامل شوې، چې دغه جرګه پر وخت خپلې چارې ترسره نشي کړای. په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمیر نور وکیلان د کمیسیونونو انتخاباتو پرسر له را پورته شویو ستونزو اندېښنه ښيي او زیاتوي، چې ځینو مهمو کمیسیونونو کې ټاکنې له درغلیو ډکې وې. د ولسي جرګې کمیسیونونو پر سر د نوماندانو ترمنځ شخړې لاهم دوام لري او ځینو مهمو کمیسیونونو ته له ټاکل شوي شمېر زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي او غواړي ټاکنې له جنجال سره مخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: