شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / په کابل کې د تېرې ورځې خونړي برید د مرګ ژوبلې شمېر ۱۲۲ کسانو ته رسېدلی دی

په کابل کې د تېرې ورځې خونړي برید د مرګ ژوبلې شمېر ۱۲۲ کسانو ته رسېدلی دی

په کابل کې د تېرې ورځې خونړي برید د مرګ ژوبلې شمېر ۱۲۲ کسانو ته رسېدلی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له بده مرغه د تېرې ورځې په برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکیان او دوه نظامیان وژل شوي دي. دده په خبره ولسمشر دغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي او هغه ستر وحشت بولي. بل پلو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بیا وايي چې تېره ورځ د پېښې له امله ۱۱۶ ټپیان ور وړل شوي دي. وسله والو طالبانو د تېرې ورځې برید پړه منلې ده. دغه برید په ټولنیزو رسنیو او نړیواله کچه ګڼ غبرګونونه پارولي دي. ایران، پاکستان، امریکا، برېتانیا، ملګرو ملتونو او قطر دغه برید غندلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: